د خېبر پښتونخوا فوډ اتهارټي لويه كاروائي ٬ 1500 كلو جعلې چائے ونيولې شوه

پیښور ۔15 مئ (اے یي یي ) د خېبر پښتنونخوا فوِډ سيفټي اتهارټي په اګاهۍ تر لاس كېدو پیښور كښې لويه كاروائي وكړه ۔ وياند ووئېل د فوډ سېفټي ډلې په پهندو روډ د كور دننه د غېر معياري او د جعلي چائے جوړونكې يونټ باندې چهاپه وهله۔ وياند ووئېل د چهاپې په مهال 1500 كلو جعلي چائے په تر لاسه كولو ضبط كړې شوه۔ جعلي چائے د چڼو بور ٬ رنګ او د كارولے شوو تېلو څخه جوړولې شوه۔ وياند ووئېل دا چائے د پیښور نزدې سيمو ته لېږلې شوه ۔ د خوراك وزير ظاهر شاه طورو ووئېل د ككړو په ضد د فوډ سيفټي ايكټ تر مخه كاروائي پېل شوې ده ٬ د وګړو د ژوند سره د لوبو كوونكو په ضد به سخته كاروائي كولې شي۔