
اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د خزانې وزير سېنېټر اورنګزيب وئيلي دي سکھر-حيدرآباد موټر وے مهمه منصوبه ده، دا منصوبه به په راتلونكي بجټ كښې په هر صورت شاملوٶ، دوهم سپيکر حکومت ته امر وكړو چې د منصوبه بندۍ وزير دې د جمعې په ورځ ايوان كښې د دې منصوبې په اړه غړي خبر كړي۔ د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ پ غونډه كښې د شرميلا فاروقي، ډاکټر شازيه صوبيه، ډاکټر نفيسه شاه، رفيع الله او اسد عالم نيازي د مالي كال 2024-25 په پي اېس ډي پي كښې د حېدر آباد۔ سکھر موټروے منصوبې د نه شاملولو په اړه د پام راګرځونې د نوټس په ځواب كښې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزير مملکت ارمغان سبحاني لخوا ووئيل دا مهمه منصوبه ده ٬ په دې كښې آذربائيجان هم خوښي لري٬ د پاكستان په پنځو لويو منصوبو كښې دا منصوبه شامله ده٬ دا مهال چې په هېواد كښې موټرويز جوړې دي ھغه د مسلم ليګ ن او نواز شريف حكومت جوړې كړي٬ په راتلونكي بجټ كښې به دې منصوبې لپاره په پي اېس ډي پي كښې هم بجټ ساتلې شي٬ دې لپاره په پبلك پرائيويټ شراکت دارۍ او په غېر ملکي فنډنګ هم كار روان دے۔ د خزانې وزير اورنګزېب مداخلت كولو سره ووئيل اوس بجټ د جوړېدو په پړاٶ كښې دے٬ مونږ به د منصوبه بندۍ وزير سره په سکھر کراچي موټر وے خبره كوٶ۔ ده ووئيل په دې كښې د شك ګنجائش نشته سکھر کراچي لائف لائن منصوبه ده او دا زمونږ د حكومت ترجيحي منصوبه ده٬ ده باور وركړو چې څنګه هم كېدې شي مونږ به دا منصوبه په بجټ كښې شاملوٶ۔