د اېل او سي اولس په بې مثاله زړورتيا او جرات د هندي يرغل مقابله كړې٬ د دې مثال نه موندلے كېږي۔ انجينئر امير مقام

حويلي 15 مئي (اے پي پي) د کشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي د اېل او سي اولس په بې مثاله زړورتيا او جرات د هندي يرغل مقابله كړےې٬ د دې مثال نه موندلے كېږي٬ په دې يرغل كښې د شهيدانو كورنيو ته به وفاقي حكومت يو كروړ روپۍ او ژوبل شوو ته د شل لكه روپو د مرستې چېكس په راتلونكو څو ورځو كښې وركړے شي۔ د پي آئي ډي لخوا د جاري بيان له مخې امير مقام د هند په بريد كښې د شهيد شوي راج محمد چوهان او شهيد اسلم بټ كورنۍ سره غمرازي وكړه۔ ده ووئيل د آزاد کشمير هر ماشوم سپاهي دے٬ده ووئيل پاك پوځ د ايمان په جذبه جنګ كړے او د پاكستان اولس په ګډه د فاشسټ مودي څېره نړۍ ته بې نقابه كړې۔ انجينئر امير مقام ووئيل په دې سخت وخت كښې پاكستان او پاك پوځ په اېل او سي مېشته اولس سره ولاړ دے٬ پاکستان به په هر محاذ د کشميريانو سياسي، سفارتي، معاشي او اخلاقي مرسته روانه ساتي۔ ده ووئيل نن په اېل او سي مودي سركار ته دا پېغام وركول غواړم چې تر څو د پولې دې اړخ ته مېشته مظلومو كشميريانو ته د دوي د خپلواكۍ بنيادي حق نه وي ترلاسه شوے مونږ به په قلاره نه كېښنو۔