برلن ۔15 مئ (اے پي پي) المان يو ځل بيا د دې عزم پخلے كړے چې مونږ به د خپلو شراكت دارو سره په ګده د سوريه اولس د وطن جوړولو او د هغوي خپلواكه او جمهوري سباون لپاره مرسته كوو۔ د العربيه تر مخه د المان خارجه وزارت په ايكس جاري بيان كښې ووئېل المان به په سوريه كښې د عبوري حكومت جورېدو نه پس د ماليات٬ تګ راتګ او د انرژۍ په څانګو كښې د لګېدلو بندېزونو د پورته كولو مرسته جاري ساتي۔ بيان كښې د المان د اړخه د امرېكې د صدر ډونلډ ټرمپ د اعلان هر كلے شوے جې پكښې هغه په سوريه د لګولو بندېزونو پورته كولو اعلان كړے ۔ المان په دې خبره هم زور راوړو چې هغه به د سوريه حكومت سره په ګډه سوريه كښې د معاشي حالات ښه كولو لپاره كار روان ساتي دغسې چې معاشي بحالي ممكن كړې شي۔ بيان كښې دا هم ووئېل شول په سوريه كښې په سياسي توګه د اقتدار منتقل كولو عمل جامع او ټول شموله پكار دے۔