
اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزيرډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي په نړيوال رينکنګ كښې د ګرين پاسپورټ په درجه بندۍ كښې زياتوالي لپاره اقدامات كوٶ۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د شرميلا فاروقي د پوښتنې په ځواب ده ووئيل ګرين پاسپورټ ته به هله عزت ترلاسه كېږي كله چې مونږ خپل كور سم كړو۔ ده ووئيل د پاسپورټس درجه بندۍ انډېكس لپاره يوه تګلاره وي٬ په دې كښې 50 فيصده وزن د دې خبرې وي چې د اړوند هېواد په نړيواله كچه څومره هېوادونو سره ويزه فري رجيم قائم دے، پاکستان 33 هېوادونو سره ويزه فري رجيم لري، د جاپان 197 هېوادونو سره ويزه فري رجيم شته ٬ ده ووئېل زمونږ په دې لړ كښې لوظنامې لږې دي ځكه زمونږ رېنكنګ لاندې دے۔ ده ووئيل ټيکسيشن،نړيوال تاثر، سيټزن شپ فريډم او نورو چارو سره هم رېنكنګ جوړېږي۔ ده ووئيل د اي پاسپورټ وركره پېل شوې ٬ ده ووئيل د هندي يرغل نه وروستو د ګرين پاسپورټ عزت زيات شوے دے