
سيالکوټ 14 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي مونږ امن او جنګ دواړو له چمتو يوو ، مودي دې مونږ ته لكچر نه راكوي٬ مونږ د ژراندې نه حساب برابر كړے ٬ زمونږ مېړنو زامنو دښمن يو انچ رامخكښې كېدو ته نه دې پرېښودے٬ اوبه زمونږ رېډ لائن دے دې حق څخه مونږ لاس په سر كېدے نشو٬ د جعفر ايکسپريس پشمول په بلوچستان كښې په ترهګرۍ كښې د هند لاس دے۔ دا خبرې وزيراعظم د شورو په ورځ په پسرور کينټ كښې د پاك پوځ افسرانو او ځوانانو ته خپلې وېنا كښې كړې۔ په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د دفاع وزير خواجه آصف، د پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير او ايئر چيف بابر ظهير سدھو هم موجود وٶ۔ ده ووئيل په عظيم فتح او كاميابۍ مباركي درےكوم٬ دا كاميابي به په تاريخ كښې په ځالانده ټكو ياد ساتلې شي، د پاك پوځ افسرانو او ځوانانو د پاكستان د 24 کروړ اولس عزت زيات كړے ٬ دوي په اعليٰ عسکري پوهه ، همت او جوانمردۍ سره د مشرانو په منصوبه بندۍ عمل كړے٬ څو چنده لوي دښمن چا ته چې د اربونو ډالرو په جنګي سازوسامان اخستلو ناز، تكبر او كبر لرلٶ هغه ورله ځوانانو خاورې كړو او دښمن ته يې قوي ځواب وركړو ، په سختو حالاتو كښې غوره دفاع شوې او دښمن يو انچ رامخكښې كېدو ته نه دې پرېښودلے شوے ۔ ده ووئيل په تکنيکي لحاظ سره چې په كوم ډول جنګ شوے په دې به پوهان تر ډېرې مودې بحث كوي۔ ده ووئيل د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن ساحر شمشاد مرزا، د پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير او د پاك فضائيه مشر ايئر مارشل بابر ظهير سدھو او د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف او د بري، بحري او فضائي ځواكونو افسرانو او ځوانانو ته سلام كوم او د 24 كروړه اولس لخوا درته هم سلام كوم۔وزيراعظم ووئيل د پاك پوځ سرلښكر جنرل سيد عاصم منير ډېر په بهادرۍ او زيركتيا سره د جنګ منصوبه بندي كړې٬ په دې مونږ ټول قام فخر كوٶ، دا د قام زامن دي٬ د پاک فضائيه مشر ايئر مارشل بابر ظهير سدھو په مشرۍ كښې پاک فضائيه په دې كښې د جديد وسلې او تکنيك عملي څرګندونه كړې، ده ووئېل د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف په مشرۍ كښې سمندري ځواك د غوره كاركردګۍ څرګندونه كړې ٬ دوي د قام د سترګو تور دي۔ شهباز شريف ووئيل عسکري قيادت د غېر متزلزل عزم څرګندونه كړې، تاسو د دښمن په جرات او بهادرۍ مقابله كړې٬ په دې نه يوازې ټول قام فخر كوي بلكې زمونږ دښمنان په هوش كښې راغلي دي او د دوستانو حوصلې لوړې شوې دي ، دا زمونږ لويه كاميابي ده۔ ده ووئيل پاکستان هند سره په 1971 كښې د جنګ بدل په دې جنګ واغست او ګردې نړۍ ته ووئيل شول چې د پاكستان پوځ يو جري پوځ دے او د نړۍ يو طاقت دوي ته ماتې نشي وركولې۔ ده ووئيل ټول قام پاك پوځ سره ولار دے٬ ده ووئيل كه هند د پاكستان د اوبو بندولو سوچ وكړو نو دا زمونږ رېډ لائن دے او بيا به واقعي چې اوبه او وينه بېله بېله نه بهېږي٬ ده ووئېل اوبه زمونږ حق دے، په دې به مونږ بشپړه ردعمل واړندې كوٶ٬ د كال 1960 د سندھ طاس تړون په اړه كله سوچ هم مه كوئ ٬ د كشمير كشاله دې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې حل كړې شي او بيا تجارت كول دي ، يوازې تجارت نه بلكې كوټلې او جامع خبرې پكار دي، د دې نه غېر به مونږ خواږه نشو۔ ده ووئېل په ترهګرۍ په مخ نيوي د خبرو حقله ده ووئيل مودي دې اووائي چې په كال 1971ء كښې مکتي باهني ته چا تربيه وركړې او ھغوي د هند دې اړخ ته چا رالېږلې وو او په بغاٶت ولمسولے شول٬ په سمجھوته ټرين بريد چا وكړو ؟ د دې نه ګرده نړۍ ښه خبر ده ، په بلوچستان كښې په دې وروستيو كښې د ټرين هائي جيك كولو د افسوس وړ پېښه شوې٬ په دې كښې بي اېل اے، ټي ټي پي ملوث دي او دغې په شا د هند لاس دے، ده ووئېل مونږ ته لكچر مه راوكوئ٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې90 زره قربانۍ پاكستان وركړي٬ مونږ ته د 150 اربه ډالرو معاشي زيان رسېدلے٬ دا زمونږ د بقاء جنګ دے ٬ مونږ ټول به په ګډه هېواد څخه د ترهګرۍ تل لپاره خاتمه كوٶ، د ترهګرۍ په شا کلبھوشن څوك دے ٬ ھغه د كوم ځاے نه بلوچستان ته راغلے او د چا يې جاسوسي كوله ۔ ده ووئيل پاكستان امن پسند هېواد دے ٬ مونږ په دې منطقه كښې امن٬ خوشحالي او ترقي غواړو خو زمونږ دا خواهش دې كمزوري ونه ګڼلې شي٬ د غلط فهمۍ مه ښكار كېږۍ۔ ده ووئيل د هند په منطقه كښې د تھاڼيدار جوړېدو خوب چور چور شوے ٬ مونږ د پهلګام پېښې په سپېځلو تحقيقاتو زور راٶړے ؤ او اوس هم دې لپاره د نړيوال كمېشن جوړولو تجويز وركوٶ٬ په دې كښې چې په اتفاق كوم هېوادونه شامل وي ھغوي څخه دې تحقيقات وكړې شي او پاکستان به هر ډول ممكن مرسته كوي خو هند زمونږ د سنجيده او د اخلاص وړاندېز په ځواب كښې د شپې په تياره په پاكستان بريد وكړو ٬ بې ګناه ماشومان ئې شهيدان كړل، ده ووئېل مودي دوي ته ترهګر وائي نو وړومبے دې خپل ګريوان ته سر ښكته كړي۔ ده ووئيل پاکستان به تر قيامته قائم او دائم وي٬ مونږ ته څوك پورته هم نشي كتلے۔ ده ووئيل هند په کشمير او د اوبو په معامله اولس نادانه كړے ٬ هند د نيلم جهلم پن بجلۍ منصوبې ته د زيان رسولو هڅه كړې خو زيات زيان نه دے شوے٬ كه زيات زيان شوے ؤ نو مونږ د بګليهار ډيم پشمول د هند نور آبي پانګې تباه كولې شوې ٬ وزيراعظم ووئېل مونږ د صبر او تحمل څرګندونه وكړه، هند دې د صبر او وخت نه ګټه پورته كړي او قام سره دې نوره دهوكه نه كوي٬ مونږ امن او جنګ دواړو لپاره چمتو يو۔(اے پي پي/ګ ل