پېښور كښې د لاسي بم چاٶدنه٬ يو كس مړ د مېرمن پشمول درې كسان ژوبل

پېښور 14 مئي (اے پي پي) پېښور كښې د كور دننه د لاسي بمي چاٶدنې په نتيجه كښې يو كس مړ او د مېرمن پشمول درې كسان ژوبل شوي دي ۔ د پوليس له مخې پېښه په سوړيزئۍ سيمه كښې رامخې ته شوه چرته چې يو ماشوم ته په پټو كښې لاسي بم ترلاسه شو او ھغه خپل كور ته يوړو ٬ كور ته وړلو سره چاٶدنه وشو چې په نتيجه كښې ئې څلور كسان ژوبل شول٬ ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړے شول چرته چې يو كس په حق ورسېد او د نورو درملنه روانه ده۔ پوليس د پېښې ځاے څخه شواهد جمع كړي او پلټنې يې پېل كړې دي۔