
پېښور 14 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنرفيصل كريم كنډي په بلوچستان كښې د پيپلز پارټۍ د صوبائي اسمبلۍ غړي علي مدد جتك قافلې سره نزدې د چاٶدنې غندنه كړې ده۔ د غندنې خپل بيان كښې ګورنر ووئيل د ترهګرو د دې بزدلانه كارروائۍ چې څومره غندنه وشي لږه ده۔ ده ووئيل په علي مدد جتك او د ھغه په قافله بريد د دښمن قواو سازش دے ٬ حکومت د ترهګرۍ د خاتمې عزم لري او د امن دښمنان به خپل انجام ته رسوي۔ ده په چاٶدنه كښې د ژوبل شوو روغتيا لپاره دعا هم وكړه۔