
پېښور 14 مئي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي سره د جھنګ ضلعې نوموړي تعليمي او سماجي شخصيت پروفيسر ډاکټر ملا خان حېدري تېره ورځ په ګورنر هاٶس پېښور كښې ليدلي دي ۔ په ملاقات كښې د هېواد په سياسي صورتحال٬ په اپرېشن بنيان مرصوص كښې د پاك پوځ په غوره كاركردګۍ او د شريكې خوښې په يو شمېر موضوعات د خيالاتو څرګندونه شوې۔ پروفيسر ملا خان حيدري د ګورنر لخوا د صوبې د سافټ امېج د روښانه كولو په اړه په كردار دوي ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔