
اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) د سينيټ غونډه كښې نائب وزيراعظم اسحاق ډار د ارواښاد سينيټر پروفيسر ساجد مير په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې۔د شورو په ورځ د سينيټ په غونډه كښې ده ووئيل پروفيسر ساجد مير تر 28 كاله د سينيټ فعاله غړے پاتې شوے٬هر ګوند او هر ملګري د هغه شرافت٬بردباري او تدبر ستائېلے٬د هغه تعلق د كشميرۍ كورنۍ څخه ؤ او سيالكوټ د هغه د پلار نيكه سيمه وه۔ده ووئيل هغه يو جيد مذهبي سكالر سره سره پارليماني چارو كښې هم غېر معمولي بصيرت لرلو٬ساجد مير تل خپله كمېټي فعاله او په موثر انداز چلوله٬د هغه د استقامت اندازه د خبرې څخه معلوميږي چې هغه چرته هم سياسي وفاداري بدله كړی نه ده۔ده ووئيل د سينيټ په كاروائۍ كښې به د هغه كمے په شدت سره محسوسوو ٬ ده دعا وكره لويې څښتن دې لوړې درجې او جنت الفرودس كښې لويې مقام وركړي او د هغه كورنۍ له دې زغم او حوصله وركړي۔