
اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي)د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي سره پاكستان كښې د قازقستان سفير يرژان كيسټافن ملاقات كړے چې پكښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د رېلوېز ترمينځه په مرسته زياتولو د خيالاتو څرګندونه شوی۔ د ملاقات په مهال د رېلوے وزير حنيف عباسي ووئيل پاكستان قازقستان سره خپلې اړيكې لا مستحكمولو له عزم لري او مونږ به د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي٬اقتصادي او د پرمختګ اړيكې لا زياتولو له هر ممكن اقدام كوو۔په دې موقع د قازقستان سفير په دې خبره زور راوړو چې پاكستان سره په څو نوو او مهمو لوظنامو په سنجيدګۍ سره خبرې اترې روانې دي چې مقصد يې د دواړو هېوادونو ترمينځه اقتصادي اړيكې لا قوي كول دي۔په ملاقات كښې د ټرين د لارې د مينځنۍ آسيا رياستونو او د پاكستان ترمينځه روابط ته په لا ودې وركولو هم خبره وشوه ۔د ملاقات په اختتام د قازقستان سفير د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي ته د قازقستان دورې بلنه وركړه دغسې چې د دواړو هېوادونو اړيكو ته لا وده وركړی شي۔