د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د ماسكو ګرينډ مسجد نائب مفتي روحجان آبیزوف سره ملاقات٬د مذهبونو همغږۍ په وده خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي)د سينيټ چيِئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د ماسكو ګرينډ مسجد نائب مفتي روحجان آبيزوف سره ملاقات كړے او د مذهبونو تر مينځه همغږۍ ته په وده وركول يې تفصيلي خبرې كړي۔د شورو په ورځ د سينيټ سيكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې سيد يوسف رضا ګېلاني په روس كښې د مسلم كميونټي لارښود او مذهبي همغږۍ ته وده وركولو كښې د مفتي اعظم په مهم كردار د پاكستان اولس او پارليمان لخوا د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔په ملاقات كښې موجودو نړيوالو چېلنجونو لكه د انتهاخوښۍ٬ ترهه ګرۍ او اسلامو فوبيا په مسئلو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه او په دې خبره اتفاق وكړے شو چې دا مسائل په نړيواله كچه د شخړو سبب جوړېږي۔د سينيټ چيئرمېن زور راوړو چې د اسلام اصل پیغام محبت٬امن٬ شفقت او نړيوال اخوت دے۔ده د يو نړيوال اتحاد په ضرورت زور راوړو چې پكښې مذهبي علماﺀ او ادارې شاملې وي دغسې چې اجتماعي دانش٬ د مذهبونو همغږۍ او جامع تعليم د لارې دا بيانيه په موثره توګه رامخې ته كړی۔ده د روس په متنوع مذهبي او نسلي منظر نامه كښې روادارۍ ته ودې وركولو كښې د ګرينډ مسجد د قيادت ستائنه وكړه او د پاكستان مذهبونو ترمينځه د مكالمې٬تنوع پسندۍ او روحاني افهام و تفهيم لپاره يې د تړون پخلے وكړو۔سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل ماشومانو ته به ابتدائي عمر كښې د تعليم او تبليغ د لارې د ژوند اصل حقائق انسانيت٬محبت٬رواداري ښودل د وخت مهم ضرورت دے۔دواړو ډلو په دې خبره اتفاق وكړو چې په داسې وخت كښې چې انتهاخوښي نظريات او كلتوري اجنبيت نړيوال استحكام خطرې سره مخ كوي د ځوان نسل ښه تعليم ٬ تربيت ٬ اعتدال او د اتحاد اقدار ته وده وركول ضرورې دي ۔ډپټي ګرينډ مفتي ووئيل په روس كښې 25 لكه مسلمانان پرامن ژوند تېروي او صدر پيوټن پخپله مذهبونو ترمينځه همغږۍ او د ټولو قامونو حقونو كښې خوښي لري۔سيد يوسف رضا ګېلاني د پاكستان اسلامي نظرياتي كونسل او د لويو مفتي دفترونو ترمينځه د اداره جاتي روابط تجويز وركړو او په علمي تبادله٬روحاني تعليم او تر ځوانانو رسنې غوندې شريك اقدامات يې تجويز كړل دغسې چې په شريك اقدارو او شريك احترام اډانه نړيوال اسلامي شناخت ته وده وركړی شي۔ل د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د روس دورې په مهال يو مهم ټېلي ويژن چينل سره مركه كښې ووئيل د دواړو پارليمانونو ترمينځه روابط د وخت تېرېدو سره سره مستحكم كېږي ٬ په نړيواله كچه د پلاويو تبادله پرله پسې روانه ده٬د قامي اسمبلۍ پخواني سپيكر ٬ وزيراعظم او اوس د سينيټ چيئرمېن په توګه زما دا مشاهده ده چې په اولسي كچه روابط ډېر مهم دي۔په سينيټ كښې د پاكستان روس فرينډ شپ ډله جوړه كړې شوې ٬روس مونږ پخوانۍ او د تاريخي نوعيت اړيكې لرو ۔د روسيه فيډرېشن كونسل او د پاكستان سينيټ ترمينځه وړاندې نه په يو ايم او يو لاس ليك شوے ۔په خپله مركه كښې ده ووئيل پاكستان او د دروسيه ترمينځه توان٬ګاز٬دفاع٬امنيت په څانګه٬كلتور٬ د ځوانانو پلاويو تبادلو او نورو مهمو څانګو كښې شريكه مرسته موجود ده۔د تجارت په اړه د سينيټ چيئرمېن د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل د تجارت حجم نور زياتولو ضرورت دے۔ايس سي او٬اي سي او او نوره كچه صدر مملكت آصف علي زرداري او وزيراعظم محمد شهباز شريف بېل ايم او يوز لاس ليك كړي چې مقصد يې تجارتي هلو ځلو ته وده وركول دي۔ده روډ او ريل نيټ ورك د لارې رابطو اهميت هم رامخې ته كړو۔ده ووئيل دا د صدر پيوټن هم وژن دے٬په ملګرو ملتونو كښې دوهم نړيوال جنګ په 80 كاله بشپړیدو يو قرارداد منظور كړے٬قرارداد كښې د پاكستان مهم كردار پاتې شوے۔د دې نه پس د پارليماني سفارت كارۍ ودې په اړه د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د خپلې سركاري ماسكو دورې په مهال د روسيې فيډرېشن سټيټ ډوما فرسټ ډپټي سپيكر اليګزينډر زوخوف سره ملاقات وكړو۔دې اعلٰی كچ ملاقات كښې د روسيه پارليمان د ټولو لويو سياسي ګوندونو استازي ګډون كولو كوم چې د موجوده نړيوال غېر يقيني صورتحال په دور كښې پاكستان سره اړيكو ته ودې وركولو لپاره د روسيې قانون سازې ادارې پراخه بنياد عزم ترجمان دے۔ ملاقات په منطقه كښې استحكام په اړه شريكو خطرو٬په خاص توګه پاك-هند تاؤ تريخوالي او افغانستان كښې روان بحران او سوئېلي آسيا كښې په زيات شوي تاؤ تريخوالي هم تفصيلي د خيالاتو څرګندونې لپاره يو موټر پليټ فارم ثابت شوے۔د سينيټ چيئرمېن ووئيل د افغانستان اولس له يوازې د ژوندي پاتې كېدو حق نه بلكې وقار٬تعليم٬معاشي موقعې هم ترلاسه كول پكار دي٬ د كشمير اولس جبر تر سيوري لاندې خاموش كېدې نه شي۔سيد يوسف رضا ګېلاني په منطقه كښې د اسلامو فوبيا٬رياستي سرپرستي كښېۍ د سنسر شپ او انتهاخوښۍ په زياتو شوو رجحانات هم د تشويش څرګندونه وكړه او د ټولې نړۍ په پارليمنټرينز يې زور راوړو چې هغوي د امن شريكې بقا او د نړيوال قانون اجتماعي محافظ جوړ شي۔د سينيټ چيئرمېن ووئيل د سينيټ او روسيې فيډرېشن فيډرېشن كونسل(سينيټ)ترمينځه اوږد مهاله پارليماني مرستې لپاره د مفاهمت په يادښت او عملدرآمد په پروټوكول لاس شوي دي۔د سينيټ چيئرمېن سره په روس كښې د پاكستان سفير خالد محمود جمالي٬د سينيټ چيئرمېن مالياتي صلاحكار اعزاز خان او د ځايې سفارتخانې د عملې غړي موجود وو۔