اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي)سركاري سكيم له مخې د حج كوونكو جده هوائي ميدان ت هد تګ دوهم پړاؤ پیل شوے۔د مذهبي چارو وفاقي وزير محمد يوسف روټ مكه له مخې اسلام آباد څخه نيغ په نيغه جده ته د تلونكې وړومبي پرواز هركلے وكړو ۔د حج ډي جي عبدالوهاب سومرو٬ د حج آپرېشن چيف كوآرډينيټر ٬ډاكټر مرزا علي محسود٬ د مكه ډائرېكټر عزيز الله خان٬قونصل جنرل خالد مجيد٬سعودي چارواكو او نورو افسرانو حج كوونكو ته په جده هوائي مېدان هركلے اووې ۔دوهم پړاو كښې به تر 31 مئي نزدې 46 زره حج كوونكي د جده د لارې مكې ته رسي۔نيغ په نيغه جده ته تلونكې حج كوونكي به د حج نه پس مدينه منوره ته روانيږي۔