زمونږ وسله والو ځواكونو دښمن ته په بشپړ ځواب وركولو زمونږ سر په وياړ هسك كړے۔شازيه مري

اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي)د پاكستان پيپلز پارټي غړې شازيه مري وئېلي دي زمونږ وسله والو ځواكونو دښمن ته په بشپړ ځواب وركولو زمونږ سر په وياړ هسك كړے٬د پاكستان مېرمنې هم د خوږ هېواد تحفظ لپاره د وسله والو ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړې وي۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته دې ووئيل قام يو ځل بيا چې د كوم عزم څرګندونه كړی هغه د ستائنې وړ دے ٬ په دې ټول قام ته مباركي وركوم۔په دې ايوان كښې هر يو كس هېواد سره مينه لرونكے دے او د پاكستان لپاره جذبه لري٬قام ثابته كړی چې په خيرنو سترګو هېواد پلو كتونكو ته په يووالي ځواب وركړے شوے۔دې ووئيل جنګ بندي ښه اقدام دے٬مونږ جنګ نه غواړو۔پاكستان د نړيوالې ورورولۍ خلاف ورزي نه ده كړې او سويلين يې نه دي په نخښه كړي٬مونږ هغوي ته پيرزوئنې وړاندې كوو٬آرمډ فورس ښه كردار ادا كړے دے۔