آپريشن “بنيان مرصوص” په روايتي جنګ كښې د پاكستان د پوځي برترۍ ثبوت

ژباړنكار: جنت ګل


پېښور 14مئي (اے پي پي) د مئي په لسمه نيټه سهار وختي كله چې د نيمې وچې د پاك و هند زياتره سيمو كښې خلق خوبولې وو٬ د پاكستان وسله والو ځواكونو د آپريشن “بنيان مرصوص” په نامه د هند د بې دليله بريد (آپريشن سندور) په ځواب كښې يو قوي او سمه ځوابي كاروائي پېل كړه او دښمن ته يې لويې ځاني او مالي زيان ورسولو ٬ آپريشن “بنيان مرصوص” نه يوازې په روايتي جګړه كښې د پاكستان د دفاعي برترۍ تصديق كړے بلكې زمكيز، سمندري او په فضائي جنګونو يې د برلاسي ھغه نړيوال تصورات بيا معارفي كړل۔ ٬

اے پي پي سره په خبرو كښې پخواني سفير منظور الحق ووئيل پاكستان سره د مئي په 7مه نيټه د هند د پاكستان او آزاد کشمير د ښاريو په نخښه كوونكو ميزائل او ډرون بريدونو په ځواب كښې د پرېكنده عملياتو نه سېوا بله لاره نه وه٬ د شپې په تياره كښې په پټه د هند په بې دليله بريدونو كښې نه يوازې په پاکستان او آزاد کشمير كښې د مېرمنو او كوچنيانو پشمول عام وګړي شهيدان شوي بلكې په خلقو كښې ېرې خپرولو هڅه هم شوې خو د دغې برعكس دې بريدونو د پاكستان قام كښې اتحاد، استقامت او د حب الوطني يو غېر متزلزل عزم راپورته كړے

نوموړي د نفسيات پوهه او د خېبر ميډيکل کالج پېښور پخواني پرنسپل خالد مفتي ووئيل د هندي يرغل مقصد نه يوازې سيمه ايز امن ته زيان رسول ٶ بلكې په نفسياتي توګه ماتې هم ٶه چې پكښې هند په بده توګه پاتې راغلے دے۔ ده ووئيل هندي مشرانو د پاكستاني اولس او زمونږ د وسله والو ځواكونو د وظيفائي صلاحيت ناسمه اندازه لګولې ٬ د پاکستان قام او وسله والو ځواكونو د دې تاٶ تريخوالي په مهال د مثالي جرات او ثابت قدمۍ څرګندونه كړې كومې چې د دښمن حوصله ماته كړې۔ ډاکټر خالد مفتي ووئيل ګرده نړۍ د مئي په لسمه نيټه د پاکستان د چټك، دانش منده او جامع غبرګون په ليدو حيرانه شوې٬ مهم هندي پوځي هدفونه په نخښه كړې شوي چې پكښې ادھم پور، پټھان کوټ او د سورت ګړھ ايئر بيس، د براهموس ميزائل ډپو، د اړي سپلائي ډپو او يو بريګيډ هيډکوارټر په ډول مهم ځايونه شامل وو٬ د ټولو نه ښه كاميابي د ادهم پور په ايئرفيلډ برديد ٶ د كوم ځاے څخه چې هند په ماضي كښې سيمه ايز بريدونه پېل كړي ٶ او په دې وروستۍ كښې يې په پاكستان كښې په وګړو بريد كړے ٶ۔

د اطلاعات له مخې په دې آپريشن كښې په لويه كچه سائبر جنګ ته هم وده وركړې شوه چې پكښې پاكستان د هند نزدې 70 فيصده پاور ګرډ ناکاره كړي چې په سبب ئيې يو شمېر سيمې په تيارو كښې ډوبې شوي ٬ د بېلا بېل رپورټس له مخې هند تسليم كړې چې د دې عملياتو په مهال پاك پوځ د 26 نه زيات مهم هدفونه په كاميابۍ سره په نخښه كړي٬ پي اے اېف په ادھم پور او بھوج كښې اېس-400 بيټري سسټمز هم ناكاره كړے٬ د پاكستان زمكيز٬ فضائي او سائبر اسپيس ځواكونو د اعلٰې منصوبه بندۍ، صلاحيت او د عزم څرګندونه كولو سره په دوديز جنګ كښې د هند د برترۍ افسانې دړې وړې كړې دي۔

د خېبر پښتونخوا مرکزي خطيب مولانا طيب قرېشي اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل زمونږ وسله وال ځواكونه يوازې په وسله نه جنګېږي بلكې ايمان، نظم و ضبط، يقين او د الله پاك رضا لپاره جنګېږي۔ ده ووئيل آپرېشن “بنيان مرصوص” د الله اكبر د تکبير نه پېل شوے او د پاكستان په كاميابۍ پائې ته رسېدلے۔ ده ووئيل د پاك پروردګار فرمان دے چې څوك د الله پاك په لاره كښې جنګ كوي ھغوي كله نه مري خو مونږ ئې ليدلے نشو۔ ده د پاكستان د وسله والو ځواكونو 11 شهيدانو او 78 ژوبل شوو غازيانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د پوهانو وېنا ده د شهيدانو قربانۍ د جرات، عقيدت او د غير متزلزل حب الوطني يو لازواله علامت دے كوم چې به عمر له د قام په ذهن كښې نقش وي٬

دوي د دې خبرې پخلے وكړو چې پاکستان په زمكه، سمندر، فضا او د سائبر اسپيس پشمول په ټولو ډګرونو پرېكنده بريا ترلاسه كړې كومه چې په سباون كښې په هر ډول د خپلواكۍ دفاع لپاره د چمتو پاتي كېدو علامت دے۔
په مننه د اے پي پي