
اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) د ترکيه صدر رجب طيب ايردوان پخپل اېكس پوسټ كښې وزيراعظم شهباز شريف “ميرے عزيز ترين بھائي” په توګه مخاطب كړے٬ خپل پوسټ كښې د تركيه صدر پاکستان سره د زړه د مينې او ورورولۍ څرګندونه كړې۔ د ترکيه صدر طيب ايردوان شهباز شريف لپاره پېغام كښې ووئيل “مونږ تل تاسو سره ولاړ يو” صدر ايردوان خپل پوسټ كښې د پاکستاني قيادت د زيركتيا ستائنه وكړه ٬ دواړو مشرانو د ټويټس په تبادلو كښې يو بل لپاره د ورورولۍ څرګندونه وكړه۔ د دواړو مشرانو ترمېنځه غېر معمولي ګرمجوشي هم وليدلي شوه ٬ د تركيه صدر د “پاکستان ترکيه دوستي زنده باد” غير معمولي پيغام وركړو۔ د دې نه وړاندې وزيراعظم شهباز شريف د ترکيه د صدر د پاكستان په ملاتړ مننه كړې وه۔