ټونګا كښې د 6.4 شدت زلزله ريكارډ كړې شوه

نوكوالوفا 14 مئي (اے پي پي)ټونګا كښې د 6.4 شدت زلزله رېكارډ كړې شوې۔ د شنهوا له مخې يو ايس جيولوجيكل سروے(يو ايس جي ايس)وئېلي دي د شورو په ورځ د ځايې وخت له مخې 5 بجې او په 15 منټه د زلزلې جړقونه محسوس شوي چې شدت يې په ريكټر سكيل 6.4 رېكارډ كړے شو۔د زلزلې مركز په زمكه كښې 243.1 كلوميټر ژور وه۔پيسفك سونامي وراننګ سينټر د زلزلې په بنياد د سونامي خبردارے نه دې جاري كړے ۔د زلزلې له امله په سمدستي توګه د كوم ځاني يا مالي زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې ۔