په اردن كښې د علاج نه پس 17 د فلسطين ماشومان غزه ته بېرته رارسېدلي

غزه 14 مئي (اے پي پي)غزه كښې د اسرائيل پوځي كاروائيو په مهال ژوبل شوي 17 فلسطيني ماشومان په اردن كښې د علاج نه پس د خپلې كورنۍ سره بېرته غزه ته رارسېدلې دي۔د العربيه اردو له مخې دې ماشومانو ته د اردن ميډيكل كوريډور يو اقدام په توګه د علاج معالجې آسانۍ وركړی شوې وې۔ميډيكل كوريډور د اردن وسله والو ځواكونو٬د روغتيا وزارت او د روغتيا نړيوالې ادارې سره ساحلي سيمې كسانو ته طبي مرسته وركوي۔دا فلسطيني ماشومان د مارچ په 4مه نېټه د غزه څخه اردن ته وړلې شوي وو۔د اردن خبري اژانس له مخې دا 17 ماشومان اوس روغ دي او د نورو 12 ماشومانو علاج روان دے۔د يادونې وړ ده د اردن ميډيكل كوريډور غزه كښې اسرائيلي جنګ څخه راپیدا شوي بشري بحران كښې د فلسطينيانو ستونزې كمولو لپاره كار كوي۔په دې لړ كښې د فيلډ روغتونونو جوړول٬په بشري بنيادونو خوراك وركول٬طبي څانګه كښې مرسته٬موبائل بيكري او د ژوبل شوو فلسطينيانو ماشومانو علاج شامل دے۔