د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق باجوړ كښې د مبارك زيب په استوګنه د چاودنې غندنه وكړه

اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د قامي اسمبلۍ غړي او د وزيراعظم خاص مرستيال مبارك زيب په كور باجوړ كښې د آئي اي ډي چاودنې غندنه كولو سره د هغوي لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كړې۔د شورو په ورځ د غندنې په بيان كښې ده ووئيل د الله پاك شكر دے چې د مبارك زيب په كور د چاودنې څخه كوم ځاني زيان نه دې شوے۔د قامي اسمبلۍ سپيكر د مبارك زيب او د هغه كورنۍ لپاره د نيكو هيلو خرګندونه وكړه او د خېبرپښتونخوا اړوندو چارواكو ته يې د مبارك زيب استوګنې په خوا كښې د چاودنې د سپيځلو پلټنو كولو او په یښه كښې د ككړ عناصر قانون سره د مخ كولو هدايت وكړو ۔ده ووئيل د قامي اسمبلۍ غړي امنيت دې باوري كړے شي او هغه ته دې هر ممكن تحفظ وركړے شي