د امريكې نوي بندېزونه د قبلولو وړ نه دي۔ايران

تهران 14 مئي (اے پي پي)ايران وئېلي دي د امريكې لخوا نوي بندېزونه د قبلولو وړ نه دي۔تاس له مخې د ايران خارجه وزارت وياند اسماعيل بقائي وئېلي دي د ايران اتومي پروګرام په اړه د اختلافات لرې كولو له د خبرو په مهال د ايران په ضد د امريكې نوي بندېزونه د قبلولو وړ نه دي۔ده ووئيل دا بندېزونه به د خبرو اترو په اړه زمونږ نقطه نظر متاثر كړي۔د يادونې وړ ده د امريكې خارجه محكمې وئېلي دي د مئي په 12مه نېټه امريكا د ايران په دريو كسانو او يوه اداره د اتومي وسلو جوړولو كښې په ښكاره كردار بندېزونه لګولې دي۔بيان كښې وئيلي شوي ايران خپل اتومي پروګرام تر ډېره حد زياتوي او د اتومي وسلو ترسيل په نظام كښې د تحقيق او پرمختګ هلې ځلې روانې ساتلې شوي