
کوئټه 14 مئي (اے پي پي) د جمعيت علمائے اسلام مشر او د قامي اسمبلۍ غړے مولانا فضل الرحمان د شورو په ورځ په دوه ورځنۍ دوره كوئټه ته رسېدلے دے ٬د كوئټه په هوائي مېدان مولانا عبدالغفور حيدري ، سينيټر مولانا عبدالواسع او د ګوند نورو غړو د مولانا فضل الرحمان هركلے وكړٶ۔ د جے يو آئي وياند له مخې مولانا فضل الرحمان به په کوئټه كښې د ګوند غړو ته وېنا كوي او د زيارت په ورځ به كوئټه كښې د “دفاع پاکستان او مودي او اسرائيل مرده باد جلسې ته وېنا كوي