اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د شورو په ورځ پېنډۍ كښې د سي اېم اېچ دوره كړې او په معركه حق كښې د ژوبل شوو پوځي اهلكارو تپوس پوښتنه يې كړې۔ سپيکر د ژوبل شوو خېريت معلوم كړو او د دوي زر روغتيا لپاره ېې دعا وكړه۔ سردار اياز صادق د پاك پوځ ژوبل شوو ځوانانو ته په جرات او بهادرۍ پېرزوئنې وړاندې كړې۔ په دې موقع سردار اياز صادق په معرکه حق كښې شهيدو شوو افسرانو او اهلكارو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د معرکه حق شهيدان او غازيان زمونږ د سر تاجونه دي٬ قام به د خپلو شهيدانو قربانۍ كله هم نه هېروي