كال 2020 كښې د پرېوتلې الوتكې ځپليو كورنيو ته د معاوضې په اړه د غړو د تشويش نه وروستو د پام راګرځونې نوټس موخر كړے شو

اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ دوهم سپيکر د پي آئي اے كال 2020 كښې د پرېوتلې الوتكې ځپليو كورنيو ته د معاوضې په نه وركولو په اړه د غړو د تشويش نه وروستو د پام راګرځونې نوټس موخر كړے شو ۔ د شورو په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د سول اېوي اېشن پارلماني سيکرټري زيب جعفر ووئيل په كال 2020 كښې د الوتكې په پېښه كښې د حق رسېدليو ټولو مسافرو كورنيو ته ادائيګي شوې ده٬ دې ووئيل په سړك يوه مېرمن شهيده شوې وه د ھغې كورنۍ ته هم معاوضه وركړې شوې٬ د غړو په اعتراض دوهم سپيكر غلام مصطفيٰ شاه د پام راګرځونې نوټس موخر كړو