د پارلماني سيکريټري صبا صادق په مشرۍ كښې د پاکستان ويتنام پارلماني فرينډ شپ ګروپ د پرانستې غونډه

اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د پاکستان ويتنام پارلماني فرينډ شپ ګروپ (پي اېف جي) د پرانستې بريفنګ غونډه د نهې په ورځ د اېم اېن اے او بشري حقونو لپاره د پارلماني سيکريټري صبا صادق په مشرۍ كښې شوې۔ په غونډه كښې د ګروپ غړو آسيه ناز تنولي، شهناز سليم ملك، کرن حېدر، اختر بي بي او شائسته خان ګډون كولو۔ د بشري حقونو وزارت لخوا د جاري خبر پانې له مخې په ويتنام كښې د پاکستان سفير، د تجارت او سرمايه کاري اتاشي او د خارجه او د تجارت وزارت چارواكو په دوه اړخيزه اړيكو٬ تجارت سرمايه كارۍ او د مذهبي سېلګرۍ په اړه غونډې ته بريفنګ وركړو۔ د پاکستان ويتنام پارلماني فرينډ شپ ګروپ کنوينر صبا صادق په پاکستان كښې د بدھ مت ورثې سره د تړلې مذهبي سېلګرۍ ودې په اړه د مرستې د زياتېدو په امكانات زور راوړو۔ دې د بين الپارليماني روابطو ته د ودې وركولو پشمول اقتصادي او كلتوري څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو په ضرورت زور رواړو۔ غرو د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو او د سفارتي هلو ځلو ملاتړ او د اولس اولس سره د پارلماني مرستې قوي كولو لپاره د خپل عزم پخلے وكړو