
اسلام آباد 13مئي(اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق”معركه حق”شهيدانو ته په غوره ټكو پيرزوئنې وړاندې كولو سره د وسله والو ځواكونو ځوانانو پشمول د عامو وګړو په ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔د نهې په ورځ په خپل پېغام كښې ده سكواډرن ليډر عثمان يوسف چیف ټیکنیشن اورنګزیب، سینئر ټیکنیشن نجیب، فاروق، مبشر او نوو شهيدانو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې٬ ده ووئېل د نائیک عبدالرحمٰن، لانس نائیک دلاور، اکرام اللّٰہ، وقار خالد جرات او بهادری ته سلام كوم۔ده ووئيل د وسله والو ځواكونو مېړنو زامنو معركه حق كښې د جرات او بهادرۍ بې مثاله داستانونه رقم كړي ۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د شهيدانو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه كولو سره ووئېل ټول قام د شهيدانو كورنيو په غم ګښې برابر شريك دے٬وسله والو ځواكونو دښمن ته په زړه پورې ځواب وركړے۔ده ووئيل د معركه حق شهيدانو د قام د محفوظ مستقبل بنياد اېښودے٬شهيدانو د خپلو ځانونو په قربانۍ وركولو د هېواد او قام نامه روښانه كړی٬ دغسې د شهيدانو د هېواد دفاع په خاطر وركړې قربانۍ به تل ياد ساتلې شي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر معركه حق كښې د ژوبل شوو زر روغتيا٬ د شهيدانو لوړو درجو او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔