اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ لارښودو وئيلي دي هند په مونږ جنګ مسلط كړے ؤ٬ زمونږ ځواكونه د مباركۍ مستحق دي چا چې د دښمن ارادې خاورې كړې٬ اوس چې جنګ بندي وشوه نو خبرې اترې بايد مخ په وړاندې لاړې شي، وزيراعظم شهباز شريف په سخت وخت كښې ټول يو ځاے كړل او پاكستان يي بريالے كړو۔ د دې خيالاتو څرګندونه د پاکستان پيپلز پارټۍ نائب صدر سينيټر شيري رحمن، سيد نيئر حسين بخاري او نديم افضل چن پرېس کنفرنس ته د وېنا په مهال كړې۔سينيټر شيري رحمن ووئيل د هند ميډيا پروپېګنډې كولې او د پاكستان ميډيا د ذمه وارۍ كردار لوبولو٬ دې ووئيل مودي سركار ېرېږي٬ هند د پهلګام پېښې په بهانه او جواز د جنګ مسلط كولو هڅه كړې٬ هند ترهګر هېواد دے، مونږ امن غواړو۔ دې ووئيل پاكستان هند رېډ لائن كراس كېدو ته پرې نه ښودو، مونږ وايو چې د پهلګام پېښې دې سپېځلې او غېر جانبداره تحقيقات وكړې شي، دې ووئېل د هند حاضر سروس آفيسر په پاکستان كښې په جاسوسۍ او ترهګرۍ كښې ملوث نيولے شوے۔ دې ووئيل اوس مهال د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ خپل كردار ولوبولو او وې وئيل پاكستان او هند بايد خپل مېنځ كښې خبرې وكړي٬ په 87 ساعته جنګ كښې هند ډېر څه بېلل٬ مونږ په خبرو اترو باور لرو٬ دې ووئېل كشمير زمونږ په مېنځ كښې د خبرو اترو كنجي ده، د امريکې صدر د كشمير په شخړه د ثالثۍ وړاندېز كړے ۔ په دې موقع د پاکستان پيپلز پارټي پارليمنټيرين جنرل سيکرټري سيد نيئر حسين بخاري ووئيل مونږ د امن پلويان يو خو د دفاع خپل حق محفوظ لرو٬ د پيپلز پارټۍ مشرانو د پاکستان دفاع ناقابل تسخير كړې، د پاکستان ميزائل ټيکنالوجي هم د ګوند د مشرانو كارنامه ده، زمونږ ځواكونه د مباركۍ مستحق دي چا چې د دښمن ارادې خاورې كړي٬ ټول قام متحد دے او پاك پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ د پيپلز پارټۍ مرکزي سيکرټري اطلاعات نديم افضل چن ووئيل مودي پرون پخپله د ناكامۍ خطاب كړے٬ دې مسلط كړي جنګ قام متحد كړے، زمونږ ځواكونو د ټول قام په يو كولو زمونږ سره په وياړ هسك كړے، اوس د سياسي ګوندونو فرض دي چې ھغوي د قام په متحد پاتې كېدو كښې خپل كردار ولوبوي۔ ده ووئيل پاكستان ترهګرۍ سره مخ دے او هند د ترهګرۍ سهولت كار دے۔