
اسلام آباد 13مئي(اے پي پي)د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال او د ماحولياتي بدلون وفاقي وزير مصدق ملك په مشرۍ كښې سول سروسز اصلاحات په اړه يوه مهمه غونډه په اسلام آباد كښې وشوه۔په غونډه كښې د منصوبه بندۍ سيكرټري اويس منظور سمرا٬د خزانې سيكرټري٬داخله٬خارجه٬مواصلات٬ كابينه ډويژن پشمول د نورو اړوندو وزارتونو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔د غونډې مقصد سول سروس اصلاحات په اړه پخواني هدايات باندې د عملدرآمد جاج اخستل او د اصلاحاتي پيشرفت تجزيه كول وو۔وفاقي وزير احسن اقبال په دې موقع ووئيل په پاكستان كښې انګريزي ژبه د پرمختګ معيار ګڼلو سره مونږ خپل اصل بشري صلاحيتونه نظرانداز كړي۔ده ووئيل د نړۍ كوم هم هېواد يوازې د انګريزۍ په زده كړه پرمختللے نه دے جوړ شوے او مونږ د دې په بنياد 90 فيصده پاكستاني وروستو پرېښودې دي۔ده ووئيل يوازې ژبه نه٬اصل مهارت او علم ته به ترجيح وركول وي۔مونږ له به طبقاتي سوچ څخه په وتلو يو ډول موقعې وركول وي دغسې چې هر وګړي ته د برابرۍ په بنياد د وړاندې تللو موقع ترلاسه شي۔احسن اقبال ووئيل يوازې د انګريزۍ نه زده كړې په بنياد مونږ د قامي ټيلنټ لويه برخه ضائع كوو۔ده تجويز وركړو چې د ايګزيكټو سروس نوي كيډر دې معارفي كړی شي دغسې چې مډ كيريئر افسرانو ته پخپلو څانګو كښې د وظيفې ترسره كولو موقع ترلاسه شي كومو څخه به چې د هغوي كاركردګي او قامي خذمت كښې ښه والے راشي۔وفاقي وزير مصدق ملك ووئيل بغېر د مهارت څخه كوم هم وزارت يا هېواد په موثره توګه نشي چلېدے۔ده ووئيل دا زما پنځم وزارت دے خو تراوسه كوم هم وزارت كښې ښكاره ورك پلان يا آؤټ کمز نه دې ليدلے شوے۔ده تنقيد كولو كښې ووئيل د كوم هم سيكرټري سره كلن ورك پلان نشته كوم چې د اصلاحات كاميابۍ لپاره بنيادي ضرورت دے۔ده ووئيل چتر څو چې د اصلاحات مقصد لرونكې كاركردګۍ كښې ښه والے نه وي٬هغه اصلاحات بې معني پاتې كېږي۔د غونډې په اختتام دواړو وزيرانو اتفاق وكړو چې سول سروس ريفارمز به محض پالېسي مباحثې څخه عملي اقدامات پلو منتقل كول وي دغسې چې اولسي خذمات كښې ښه والے او اداره جاتي فعاليت باوري كړے شي