د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د دانش سكولز او پوهنتون جوړولو په اړه د جاج اغستو غونډه٬جوړېدونكو سكولونو او د دانش پوهنتون د تهرډ پارټي ويليډيشن او دانش اتهارټي جوړولو په اړه د وړاندېزونو وركولو هدايت

اسلام آباد 13مئي(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف په جوړېدونكو دانش سكولونو او دانش يونيورسټۍ د كار تندولو٬د هغوي د اعلٰی معيار جوړولو٬تهرډ پارټي ويليډيشن او دانش اتهارټي قيام په اړه د وړاندېزونو وركولو هدايت كړے دے۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د دانش سكولز او يونيورسټي په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه۔په غونډه كښې په ټول هېواد كښې د 15 نوو دانش سكولز جوړولو د پېشرفت جاج واخستلے شو ۔غونډې ته د هېواد په بېلو سيمو كښې د دانش سكولز او دانش يونيورسټي٬اسلام آباد په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د بريفنګ په مهال وئېل شول د دانش سكول اسلام آباد جورېدو 41 فيصد كار بشپړ شوے ٬هم دې دسمبر 2025 كښې به بشپړ كړے شي۔بريفنګ كښې ووئېل شول د ګلګت بلتستان دانش سكول ٬سلطان آباد٬ګانچهے او استور كښې به د جوړولو كار تر 30 جون 2026 بشپړ شي۔ د بهمبر او باغ دانش سكولز به جون 2026 كښې بشپړېږي٬دغسې شارده٬سبي٬موسٰی خيل او ژوب كښې د دانش سكولونو فزيبلټي او ډيزائن بشپړ كړے شوي ٬حب٬كراچۍ او د چترال دانش سكولونو په اړه د زمكې اغستو كار روان دے٬د وفاقي كابينې څخه منظور شوې دانش يونيورسټي په اړه زمكه بېله كړې شوې۔غونډې د يونيورسټي فزيبلټي٬ډيزائن پري كواليفيكشن لپاره د كنسلټنټ تعيناتۍ عمل پېل كولو منظوري وركړې ده۔دغسې وزيراعظم د دانش سكولونو او دانش يونيورسټۍ كار تندولو هدايت وكړو۔ده دانش سكولز او يونيورسټي د اعلٰی معيار جوړولز او د تهرډ پارټي ويليډيشن هم هدايت وكړو ۔وزيراعظم ووئيل دانش سكولز او يونيورسټي د هېواد مستحق زيركو زده كوونكو ته اعلٰی معياري تعليم وركولو په اړه د حكومت خاص منصوبه ده۔ده دانش سكولز په كلاس رومز كښې د سمارټ بورډ لګولو او هر دانش سكول كښې د ډيجيټل لائبريري جوړولو هدايت وكړو۔ده هدايت وكړو چې دانش سكول كښې د استاذانو تعيناتۍ عمل په ميرټ او سپيځلتيا پكار دے٬چې په كومه سيمه كښې دانش جوړیږي هلته ځايې استاذانو ته پام لرنه وكړئ۔وزيراعظم دانش اتهارټي جوړولو په اړه د تجاويز وړاندې كولو هم هدايت وكړو۔په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال٬د تعليم وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي٬د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه٬څلورو واړو صوبو٬ګلګت بلتستان٬آزاد جمو كشمير چيف سيكرټريز٬اسلام آباد كيپټل ټيريټري چيف كمشنر او نور اړوند اعلٰی سركاري افسرانو ګډون كولو