
اسلام آباد 13مئي(اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئېلي دي تېره اوونۍ د پاكستان او هند ترمينځه د سخت تاؤ تريخوالي په مهال پاكستان په هند د بريد كولو لپاره د اتومي وسلې په نصب كولو غور نه دې كړے۔د امريكې خپرونې ادارې”سي اين اين”سره مركه كښې نائب وزيراعظم ووئېل د مئي په 7مه نېټه د هند پورې غاړې څخه د بريدونو كولو نه پس پاكستان سره د خپلې دفاع نه سوا هېڅ لاره نه وه۔ده د هند بريدونه جنګ او كشمير كښې د خپل بر لاسي قائمولو هڅه ګرځولو سره ووئېل ځينې وختونو كښې داسې كېږي چې ډېرې سنجيده پريكړې كول درپغاړه شي٬مونږ باور لرو چې زمونږ روايتي صلاحيت او دفاعي صلاحيتونه دومره قوي دي چې مونږ هند ته په فضاﺀ او زمكه دواړو ماتې وركولې شوو ۔نائب وزيراعظم ووئيل د جنګ بندۍ لوظ نامه تراوسه برقرار نه ښكاري خو د دواړو ډلو ترمينځه تراوسه دوه چنده خبرې نه دي شوې٬مونږ اوس هم هيله لرو چې احساس به غالب شي۔ده ووئيل دا ټولې ګټې دي چې دا ډول معاملات د يو خاص وخت نه وړاندې نه دي پرېښودل پكار۔ده ووئيل هند وكتل چې په آسمان كښې څه شوي٬هغوي دا ليدے شول چې څومره زيان كېدېے شي۔نائب وزيراعظم ووئيل د هند او پاكستاني چارواكو ترمينځه كومه نيغه په نيغه رابطه نه وه۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير د هند ډائرېكټر جنرل ملټري آپريشنز دا ادعا غلط وګرځوله چې پكښې وئېلې شوي وو چې ماته په ښكاره توګه د خبرو اترو په مهال د پاكستاني هم څنګ پیغام رارسېدلے ؤ ۔ سينيټر محمد اسحاق ډار ووئېل د امريكې خارجه وزير ماركو روبيو دا پیغام وركړے ؤ چې هند د جنګ اودرولو لپاره چمتو دے۔ده ووئيل پاكستان د پوخ مودې امن او سلامتيا لپاره د يوې داسې لارې جوړولو په انتظار دے كومه چې “دواړو اړخونو لپاره د وقار”وي ۔نائب وزيراعظم شخړيز كشمير د سيمه ايز عدم استحكام بنيادي سبب ګرځولو سره د كشميري اولس له په حق خود اراديت وركولو زور راوړو۔ده د دې خبر بيا پخلے وكړو چې پهلګام كښې تېره مياشت شوي بريد كښې د پاكستان لاس نه ؤ او دا چې مونږ د هر ډول ترهه ګرۍ غندنه كوو۔سينيټر محمد اسحاق ډار د شخړيز كشمير حل لټولو په اړه د صدر ډونلډ ټرمپ په سوشل ميډيا پوسټ ته اشاره كولو سره ووئېل د امريكې صدر پاكستان د تره ګرۍ مخ نيوي هڅو ملاتړ كړے۔ده ووئيل كه هغوي زمونږ په هڅو يقين نه كولو نو دا ډول مرسته به يې نه كوله څنګه چې وكړه۔نائب وزيراعظم سندھ طاس لوظ نامه التوا كښې ساتل د هند پريكړې حواله وركولو سره ده خبردارے وركړو كه چرې د اوبو مسئله راتلونكو خبرو كښې حل نه كړی شوه نو د وړاندې نه غېر يقيني جنګ بندۍ ته خطر رامخې ته كېدے شي۔ده ووئيل د اوبو مسئلې حل كولو كښې ناكامي به د جنګ مترادف وي