اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د دفاعي پېداوار وفاقي وزير رضا حيات هراج شهيدانو او د هغوي كورنيو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د هند په ضد عظيمه بريا د شهيدانو په قربانيو ترلاسه شوې٬ مونږ هند له په پنځو ډګرونو ماتې وركړې ده ۔ وفاقي وزير د نهې په ورځ د معركه حق د شهيدانو په قبرونو حاضري او دعا كولو سره د شهيدانو كورنيو سره خبرې هم وكړې۔ وفاقي وزير د ماهني سيال او کوټ مولچند دوره وكړه او په هندي جارحيت كښې شهيد شوي سپاهي محمد عديل او د يو عام وګړي عبدالمالک په قبر يې فاتحه خواني وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزير د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔ ده ووئيل حکومت د شهيدانو كورنيو سره ولاړ دے او د شهيدانو د كورنيو به پالنه او هر ډول ممكنه مرسته كولې شي