که نړیوال په نړۍ کې سوله غواړي، نو دا ممکن نه ده چې د کشمیر په څیر شخړې ته له پام ونه كړے شي۔ چوهدري شجاعت حسين

اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د پاکستان مسلم ليګ مشر او پخواني وزيراعظم چوهدري شجاعت حسېن وئيلي دي که نړیوال طاقتونه په نړۍ کې سوله غواړي، نو دا ممکن نه ده چې د کشمیر په څیر د زړې شخړې ته پام ونه كړے شي۔ د نهې په ورځ خپل جاري بيان كښې ده په خاص توګه امريکې ته ووئيل امريكې له به خپلې خارجه پاليسۍ كښې د كشمير مسئلې ته اهميت وركول وي دغسې چې په سوئيلي آسياء كښې د تل پاتي امن بنياد كېښودے شي۔ چوهدري شجاعت حسېن د امريکې صدر لخوا په سيزفائر كښې د خوښۍ ستائنه كولو سره ده هيله څرګنده كړه چې ھغوي به سنجيدګي سره د كشمير كشالې تل پاتي هواري كښې هم عملي خوښي ولري او ترجيحي اقدامات به وكړي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې نړۍ د روسيه يوكرائن او اسرائيل فلسطين غوندې د شخړو په هواري كښې خوښي اخلي نو ھغوي دې د كشمير دا مهمه مسئله هم نظر انداز نه كړي۔ چوهدري شجاعت حسين د سعودي عرب، چين، ترکيه، آذربائيجان، متحده عرب امارات، ايران، قطر او نورو اسلامي هېوادونو هم مننه وكړه چا چې د پاكستان او كشميريانو د موقف تل ملاتړ كړے او په هره مسئله كښې يې بشپړه ملګرتيا كړې٬ چوهدري شجاعت په اخر كښې غوښتنه وكړه چې نړيوال قوتونه دې د مصلحتونو نه پرته په منطقه كښې په انصاف اډانه پاليسۍ خپلې كړي