
اسلام آباد 13مئي(اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئېلي دي د پاكستان او هند ترمينځه جنګ بندۍ د بيلا بيلو هېوادونو د موثره سفارتي هلو ځلو نتيجه ده۔سكائي نيوز ته مركه كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئېل د پاكستان وزيراعظم او د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ خاص مننه كوو چا چې تاؤ تريخوالي كمولو لپاره ځانګړے كردار ادا كړے۔ده ووئيل د چين٬سعودي عرب٬متحده عرب امارات٬تركيه او قطر هم د پاكستان او هند ترمينځه جنګ بندۍ لپاره مهم سفارتي كردار ادا كړے۔د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د امريكې صدر لخوا شوي دوهم ټويټ كښې د كشمير مسئلې حل لپاره د امريكې خواهش ښكاره څرګند كړے شوے ۔صدر ډونلډ ټرمپ د كشمير مسئلې حل له خوښي لري۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئېل هند پاكستان ته د اوبو وركړه تراوسه نه ده بنده كړې او دا مهال د اوبو رسنه د معمول له مخې روانه ده۔ ده ووئيل هند سره د اوبو مخ نيوي تكنيكي صلاحيت نشته۔ د پهلګام پیښې پوښتنې په ځواب كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئېل پاكستان په دې افسوس ناكه پیښه د غم دړد او يو والي څرګندونه كړی او سپيځلو پلټنو كښې يي د مرستې وړاندېز كړے خو هند د كوم ثبوت نه غير په پاكستان تورونه لګولې دي۔ده ووئيل تراوسه هند كوم هم ثبوت نه دې وړاندې كړے او نه كومې ډلې د دې پېښې ذمه واري قبوله كړې ده ۔ وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ زياته كړه په مقبوضه كشمير كښې 7 لكه د هندي پوځ په موجودګۍ كښې د پهلګام پشان پیښه رامخې ته كيدل د هند سكيورټي او انټيلي جنس ناكامي ده او هند دا پېښه پاكستان سره د تړلو په هڅو كښې ناكامه شوے۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل د جنګ بندۍ نه پس د پاكستان او هند ډي جي ايم اوز ترمينځه وړومبۍ رابطه شوې۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد تر ټولو لويې جنګ كوي او په لويديزو پولو د ترهه ګرو په ضد موثره كاروائۍ روانې دي۔پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د بې ګناه وګړو٬ځوانانو او افسرانو قربانۍ وركړي۔ده ووئيل پاكستان كښې كومه هم ترهه ګرې ډلې له كوم محفوظ ځاے نشته ۔د يوې پوښتنې پھ ځواب كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل اوسنۍ جنګ بندي د پاكستان كمزورې نه بلكې د حكمت عملي او سفارت كارۍ كاميابي ده۔مونږ هندي پوځي تنصيبات٬ د وسلې ډپو او عسكري ځايونه په نخښه كړي او د هند زيان د ټولو په وړاندې دے۔ده ووئيل هند نور د تاؤ تريخوالي ساتلو په پوزېشن كښې نه ؤ ۔ده ووئيل ټول قام امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے۔