اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د پارلمان د پبلك اکاٶنټس کمېټۍ چيئرمېن جنېد اکبر وئيلي دي د احتياطً په توګه مې خپله استعفي د ګوند چيئرمېن بيرسټر ګوهر ته استولې ده٬ نه غواړم چې په يو پړاٶ كښې هم د ګوند قيادت داسې محسوس كړي چې د پي اے سي د مشرۍ چوكۍ زما لپاره مهمه ده۔ د نهې په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د ګوند د باني لخوا تر اوسه د پي اے سي چوكۍ پرېښودو په اړه رسمي پېغام نه دې ترلاسه شوے خو د احتياطً په توګه مې خپله استعفي د ګوند چيئرمېن بيرسټر ګوهر ته استولې ده۔ ده ووئيل د ګوند مشران چې ما ته كومه هم ذمه واري وسپاري په ښه ډول به ئې ترسره كوم۔ ده ووئيل پي اے سي د مشرۍ ذمه واري ما ته د پي ټي آئي باني سپارلې وه٬ دا چوكۍ هم د ھغوي د احكامات منتظر ده، زما لپاره يوه چوكۍ هم د ګوند د قيادت د پرېكړو نه زيات اهميت نه لري۔