د منصوبه بندۍ وفاقي وزير په مشرۍ كښې غونډه٬ په اداره جاتي کارکردګۍ، معاشي خود کفالت او قامي تشخص ته په وده وركولو زور

اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د “اُړان پاکستان” د كال 26-2025 ترجيحي منصوبو په اړه د وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې غونډه شوې چې پكښې د منصوبه بندۍ سيکرټري اوېس منظور سمرا، چيف اکانومسټ ډاکټر امتياز احمد، جوائنټ چيف اکانومسټ راجه مشتاق، د منصوبه بندۍ كمېشن غړو او د اړوند وزارتونو لوړ پورو ګډون كړے۔ په غونډه كښې برآمدات، ماس ميډيا، سماجي څانګې، خوراك و زراعت، ماحوليات، سائنس او ټيکنالوجۍ او د انفراسټرکچر په اړه د بېلا بېلو منصوبو جاج واخستلے شو۔ وفاقي وزير احسن اقبال امر وكړو چې د پي اېس ډي پي (پبلك سيکټر ډيويلپمنټ پروګرام) كښې دې ھغه منصوبې شاملې كړې شي كومې چې اداره جارتي كاركردګي ښه كولې شي او د قامي پرمختګ هدفونو سره همكاره وي۔ ده ووئيل د فنډز مؤثر وېش لپاره د منصوبو رېشنلائزېشن ضروري دے ۔ وفاقي وزير احسن اقبال زور راوړو چې د منصوبو نړيوال تزويراتي اهميت دې هم په نظر كښې وساتلے شي۔ ده د نيشنل سينټر فار برانډ ډويلپمنټ په سمدستي توګه د فعالولو او د علامه اقبال نيشنل اکيډمۍ بشپړتيا د سي ډې اے په اشتراك سره د باوري كولو امر وكړو۔ په دې لړ كښې ده اعلان وكړو چې د علامه اقبال په 150مه سالګره به د “اقبال مونومنټ” او اکيډمۍ رسمي پرانسته كولې شي۔