
اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف امر كړے چې د ټېكس غلا كوونكو او ادارو په ضد دې بشپړه كاروائي وكړې شي٬ د ټېكس غلا كوونكو معاونت كوٶنكو چارواكو او اهلكارو دې هم سخت احتساب وكړے شي، د ټيکس غلا مخنيوي لپاره دې جديد ټيکنالوجي وكارولې شي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د ايف بي آر د كار دائره زياتولو او د ټېكس په امدن كښې اضافې لپاره د جاج اغستو غونډه شوې۔ په دې موقع وزيراعظم سږ كال د اېف بي آر امدن هدفونه سر كولو پلو په تندۍ سره د حكومتي معاشي ډلو د هڅو ستائنه كولو سره ووئيل داسې كسان او څانګې كومې چې د ټېكس وركولو استعداد لري او ټېكس نه وركوي ٬ هغوي دې په ټېكس نېټ كښې شامل كړے شي۔ وزيراعظم امر وكړو د ټېكس غلا كوونكو او څانګو په ضد دې بشپړه كاروائي وكړې شي٬ د ټېكس غلا كوونكو معاونت كوٶنكو چارواكو او اهلكارو دې هم سخت احتساب وكړے شي، د ټيکس غلا مخنيوي لپاره دې جديد ټيکنالوجي وكارولې شي۔ وزيراعظم ووئيل په ټېكس نېټ كښې اضافې ته حكومت وړومبۍ پاملرنه كوي٬ د ټېكس شرح كمولو سره په عام وګړي بار كمول غواړو۔ وزيراعظم امر وكړو چې د سيمټ او نورو څانګو ډيجيټل مانيټرنګ دې سږ كال تر جون بشپړ كړے شي٬ د تماكو څانګه كښې د ټېكس امدن لپاره دې صوبو سره په ګډه اقدامات تند كړے شي٬ د ټيکس په اړه زير التوا مقدمات دې په موثره ډول پېروي كولو سره د هېواد او قام پېسه ترلاسه كول باوري كړې شي۔ ده ووئيل د لوي څښتن په فضل او كرم سره د هېواد معيشت مستحكم او پرمختګ پلو روان دے، د هېواد پرمختګ لپاره به ټولو له خپلې ذمه وارۍ تر سره كول وي۔ غونډې ته ووئيل شول ګرد هېواد كښې د سيمټ پلانټس كښې ټريک اينډ ټريس سسټم نفاذ سره د ټېكس په امدن كښې د اربونو روپو اضافه ممكن شوې۔ غونډې ته ووئيل شول د چينو صنعت كښې د دې نظام نفاذ سره د نومبر كال 2024 نه تر اپرېل كال 2025 ټېكس آمدن كښې 35 فيصد اضافه شوې۔ غونډې ته ووئيل شول د وزيراعظم په مشرۍ كښې د اېف بي آر اصلاحات په سبب د ټېكس آمدن د جي ډي پي د 10.6 فيصد هدف به سر كړے شي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اعظم نذير تارړ، محمد اورنګزيب، احد خان چيمه، عطاء تارړ د اېف بي آر چيئرمېن او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔