د رېلوے وزير مملكت بلال اظهر كياني د پرائم منسټر ډليوري يونټ مشر مقرر كړے شو

اسلام آباد 13مئي(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د رېلوے وزير مملكت بلال اظهر كياني د پرائم منسټر ډليوري يونټ(پي ايم ډي يو)مشر مقرر كړے دے۔كابينه ډويژن څخه جاري نوټفيكېشن له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف خپل خاص اختيارات كارولو سره د رولز آف بزنس رول 3 له مخې د رېلوے وزير مملكت بلال اظهر كياني د پرائم منسټر ډليوري يونټ(پي ايم ډي يو)مشر مقرر كړے دے۔بلال اظهر كياني به د رېلوے وزير مملكت په توګه كار كوي او دا اضافي ذمه واري به هم ترسره كوي