ایشین بیچ هینډ بال چیمپئن شپ٬پاكستان سيمي فائنل ته ورسېد

مسقط 13مئي(اے پي پي)د پاكستان ډله د خپلې ښې كاركردګۍ په سبب د ايشين بيچ هينډ بال چيمپئن شپ سيمي فائنل ته رسېدلې ده ۔د اومان په پايه تخت مسقط كښې روان ايشين بيچ هينډ بال چيمپئن شپ كوارټر فائنل كښې پاكستان سعودي عرب ته په 1-2 سره ماتې وركړه ۔د پاكستان سكور 04-17، 14-06 او 04-08 پاتې شو۔د دې څخه وړاندې پاكستان ګروپ ميچز كښې هند او فلپائن ته هم ماتې وركړې وه او د ايران او اردن په ضد ميچز كښې پاكستان ماتې سره مخ شوے ؤ