پاك پوځ د هند بريد په ضد د اپرېشن “بنيان مرصوص” د بشپړولو اعلان وكړو ٬ الحمدلله، پاك پوځ اولس سره كړے لوظ ترسره كړو٬زمونږ ميډيا د هند پروپېګنډې او د جنګي جنون په ضد لكه د غر ولاړه وه۔ د آئي اېس پي آر اعلاميه

پېنډۍ 12 مئي (اے پي پي) پاك پوځ د هند بريد په ضد ځوابي كاروائۍ لپاره پېل كړے اپرېشن “بنيان مرصوص” د بشپړولو اعلان كولو سره ووئيل پاكستان د بريدونو بدل اخستو او انصاف كولو عزم كړے ٶ الحمدلله، پاك پوځ اولس سره كړے لوظ ترسره كړو٬ د پاك پوځ لخوا د هند بريد په ضد ځواب وركولو له د 22 اپرېل نه تر 10 مئي د هند په ضد معركې ته د “معركه حق” نامه وركړې شوې۔ د آئي اېس پي آر لخوا په جاري اعلاميه كښې ووئيل شول پاك پوځ د لويې څښتن د رحمتونو٬ مرستې او نصرت شكرګراز دے٬ الله تعاليٰ په مومنانو لازم كړې چې كله په ھغوي ظلم وشي نو ځواب دې وركړي٬ مونږ شكر ادا كوو چې الله تعاليٰ مونږ له په مېدان جنګ كښې كاميابي راكړه٬ مونږ د شهيدانو كورنو سره د خواخوږۍ او يووالي څرګندونه كوو چا چې خوږ هېواد لپاره ځانونه قربان كړل او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره لاس په دعا يو٬و مونږ د پاك پوځ د هر افسر ٬ عسكر٬ ايئر مېن او د سيلر د زړه له كومي مننه كوٶ د چا په مړانه٬ وظيفائي پوهې او قربانۍ چې د جنګ په مېدان كښې دا كاميابي ممكن شوه ۔ پاك پوځ د ټول قام مننه كوي د چا ناقابلِ تسخير اخلاقي قوت، عزم، او بشپړ ملاتړ او دعاګانو چې په دې سخت وخت كښې زمونږ سره وې ۔ په اعلاميه كښې د پاکستان ميډيا مننه كولو سره ووئيل شول زمونږ ميډيا د هند پروپېګنډې او جنګي جنون په ضد لكه د غره ولاړه وه۔ اعلاميه كښې ووئيل شول مونږ په سفارتي ډګر د پاكستان مؤقف په نړيوال فورم واضحه او په اعتماد سره په وړاندې كولو د پاكستان د سفارتي عملې د خدمات هم ستائنه كوٶ۔ د پاك پوځ وياند له مخې مونږ د خپلو سائنسمدارو او انجينئرز هم مننه كوٶ چا چې ځائي او د خاص نوعيت ټيکنالوجيز جوړې كړي٬ كومې چې په آپرېشن’’بنيان مرصوص‘‘ په لويه کاميابۍ كښئ بنيادي حېثيت لرلے۔ د آئي ايس پي آر ډي جي ووئيل مونږ د ټولو سياسي ګوندونو د مشرانو هم مننه كوٶ چا چې د سياسي اختلافات نه پرته د وطن دفاع لپاره په يووالي د پاك پوځ سره اوږه په اوږده د اودرېدو په زړه پورې څرګندونه كړې، په خاص توګه د وزيراعظم او د كابينې د قائدانه او بصيرت او د جرات مندانه پرېكړو مننه كوٶ، چا چې په دې نازك وخت كښې د قام په سم لوري لارښودنه كړې۔ د هندي بريد په ضد د پاکستان غبرګون پحقله په بيان كښې ووئيل شول زمونږ ځواب د دريو واړو ځواكونو د مشتركه كاروائيو يوه نمونه وه٬ چې پكښې د حقيقي صورتحال څخه خبرتيا ، نيټ ورك سينټر وار فيئر او د ملټي ډومين آپريشنز بې مثاله امتزاج شامل وو۔ د اعلاميه له مخې زمكيز، فضا، سمندر او په سائبر محاذ شرېكې كاروائۍ شوي او د پاکستان په ضد استعمال شوي د هند 26 مهم ملټري ټارګټس په نخښه كړے شوي ٬ ھغه تنصيبات كوم چې پاکستان كښې ترهګرۍ ته ودې وركولو لپاره كارېدل٬ هغه نه يوازې په مقبوضه کشمير كښې بلكې په هند كښې هم په نخښه كړې شوي٬ دا كاروائۍ د پاکستان آرمي د لرې فاصلې هدف په نخښه كونكي “فتح” سيريز ايف ون او ايف ټو ميزائلو، د پاك فضائيه د رسا نخښې ويشتلو ، انتهائي مؤثر ’لوئټرنګ کِلر‘ ميزائلو، او د لرې فاصلې د ويشتونكې آرټلري د لارې ممكن شوې ٬ په دغه هدفونو كښې د هندي فضائيه او ايوي ايشن اډې شاملې وې چې پكښې سورت ګړھ، سرسا، بھُج، نليا، آدم پور، بھټنډه، برناله، حلواره، اونتي پوره، سري نګر، جمو، ادھم پور، مموں، امباله، او پټھان کوټ شامل دي ٬ دغه ټولو هدفونو ته سخت زيان رسولے شوے ٬ په بياس او ناګرُوټا كښې د “براهموس” ميزائل ذخير هم تباه كړې شوې۔ د آئي ايس پي آر لخوا په اعلاميه كښې ووئيل شول په اړي كښې فيلډ سپلائي ډپو او پونجھ كښې ريډار سسټم غوندې لاجسټک او سپورټ مراکز هم په نخښه كړې شوي۔ اعلاميه كښې ووئيل شول داسې مركزونه چرته چې هند خپل پراکسي عناصر ته پناه وركړې٬ تربيه وركړې او د هغوي صلاحيتونه يې زيات كړي٬ چا چې په پاكستان كښې د ترهګرۍ بريدونه كړي او بې ګناه وګړي يې شهيدان كړي ھغه ټول ځايونه تباه كړې شوي ۔ د دې نه علاوه د لائن آف کنټرول نه بهر ھغه ټول آرټلري، لاجيسټک او پوسټونه كومو څخه چې په آزاد کشمير كښې په وګړو ډزې كېدې په ھغې پرله پسې ځوابې كاروائې شوې ده۔ د پاك پوځ وياند له مخې هند د ډرونز د لارې د پاكستان فضائي حدود خلاف ورزي كړې دغسې چې په اولس كښې يره خپره شي او هغوي ويرولې شي٬ د آپرېشن”بنيان مرصوص”په مهال د پاكستان وسله وال ډرون د هند په پايه تخت نوي ډېلي پشمول په لويو ښارونو او مقبوضه كشمير نه تر ګجرات پرله پسې پرواز كولو دغسې چې د پاكستان د صلاحيت څرګندونه وكړې شي بلكې دا ووئيل شي چې په دې محاذ د هند حكمت عملي ناكامه ده۔اعلاميه كښې ووئېل شول د پاكستان وسله والو ځواكونو موثر او جامع سائبر آپرېشن هم كړے چې له مخې يې د هند ځواكونو آپرېشنل مرسته وركونكے مهم انفراسټركچر او سروسز په عارضي توګه مفلوج او ځپلے شوي وو ۔د پاكستان وسله وال ځواكونه د دې آزمېښت په مهال د پاكستاني قام حوصلې٬ استقلال٬ ولولې او جذبې ته سلام كوي او مننه كوي