د كوم هم دښمن سازش د پاكستان وسله والو ځواكونو عزم كمزورے كولې نه شي٬د وسله والو ځواكونه غېر معمولي او متحد ردعمل٬د پاكستان اولس پوخ ملاتړ د هېواد په عسكري تاريخ كښې يو ځانګړے باب رقم كړے۔ د پاك پوځ سرلښكر سيد عاصم منير

پېنډي 12مئي (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرل سيد عاصم منير وئېلي دي د كوم هم دښمن سازش د پاكستان وسله والو ځواكونو عزم كمزورے كولې نه شي٬”معركه حق/آپرېشن بنيان مرصوص”په مهال وسله والو ځواكونو غېر معمولي او متحد ردعمل او د پاكستان اولس په پوخ ملاتړ د هېواد عسكري تاريخ كښې يو ځانګړې باب رقم كړو ۔د آئي اېس پي آر له مخې ده د ګل په ورځ سي ايم ايچ دورې په موقع د خيالاتو څرګنونه كوله۔د پاك پوځ سرلښكر”معركه حق/آپرېشن بنيان مرصوص”په مهال د ژوبل شوو عسكرو او بې ګناه وګړو تپوس پوښتنه وكړه۔د دورې په مهال د پاك پوځ سرلښكر ژوبل شوي هر اهلكار سره وليدل٬د هغوي غېر معمولي بهادري او فرض شناسي يې وستائېله او د پاكستان د وسله والو ځواكونو د هغوي علاج٬بحالۍ او خېرښېګړی لپاره يې د غېر متزلزل عزم پخلے وكړو۔د پاك پوځ سرلښكر ووئيل زمونږ د وګړو او عسكرو جرات او قرباني د پاكستان د سلامتيا بنياد دے٬ټول قام د خپلو وسله والو ځواكونو هر كس سره د بشپړ يووالي سره ولاړ دے۔