
اسلام آباد 12مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د حق معركه كښې شهيدو شو شهيدانو لپاره د شهدا پيكج او آپرېشن”بنيان مرصوص”په كاميابۍ هر كال د مئي 10مه نېټه د معركه حق ورځې په توكه د لمانځلو اعلان كړے٬ د حق معركه كښې د شهيدو شوو كورنيو له به يو كروړ روپۍ او ژوبل شوو ته لس لكه روپو نه تر 20 لكه روپۍ وركولې شي۔وزيراعظم 16 مئي 2025 د ٬جمعې ورځ د پاكستان په دفاعي ډګر په كاميابۍ ترلاسه كولو د پاك پوځ ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو او د لويې څښتن په وړاندې د شكر سجدې كولو ورځ په توګه د لمانځلو هم پريكړه كړی۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئېل د حق معركې ورځ به هر كال په ټول پاكستان كښې په ولوله او جذبه لمانځلې شي٬زمونږ بهادرو ځواكونو او پيشه وره صلاحيتونو زمونږ سر په وياړ هسك كړے۔وزيراعظم 16 مئي 2025 د جمعې ورځ د پاكستان د زړه بورې كاميابۍ په ترلاسه كولو پاك پوځ ته د پيرزوئنې وړاندې كولو او د لويې څښتن په وړاندې د شكر سجدې ورځ په توګه د لمانځلو هم پريكړه كړې ۔د جمعې په ورځ د تشكر ورځ په تسلسل كښې به خاص نوافل ادا كولې شي۔د لويې څښتن په وړاندې به د شكر سجده كوو او د هېواد او قام پرمختګ لپاره به دعاګانې غواړو۔وزيراعظم د هند بريدونو په نتيجه كښې ځپليو او املاك لپاره هم لويې پريكړې كړي ۔وزيراعظم د حق معركه كښې شهيدانو لپاره شهداﺀ پېكج اعلان كړو٬معركه كښې د شهيدو شوو كسانو كورنيو له د يو كروړ روپو او ژوبل شوو ته د لس نه شل لكهه روپۍ به وركولې شي۔د پاك پوځ شهيدانو وارثانو ته به د رينك په حساب يو كروړ روپو نه تر 1.8 كروړ روپو وركولې شي۔د پاك پوځ شهيدانو كورنيو له به د رينك په حساب سره 1.9 كروړ روپو نه تر 4.2 كروړه روپو وركولې شي۔د پاك پوځ شهيدانو تر ريټائرمنټ نيټې به هغوي له پوره تنخا پشمول الاؤنسز وركولې شي۔د پاك پوځ شهيدانو بچو له به تر ګريجويشن وړيا تعليم وركولې شي٬د پاك پوځ هر شهيد شوي اهلكار د يوې لور واده لپاره به 10 لكه روپۍ ميرج ګرانټ وركولې شي٬دغسې د پاك پوځ ژوبل شوو له د 20 نه تر 50 لكهه روپۍ به وركولې شي۔وزيراعظم ووئيل د هند بريد كښې ځپلي كورونه او شهيد شوي جوماتونه به وفاقي حكومت جوړوي٬د شهيدانو بچو كفالت د حكومت ذمه واري ده٬مونږ به دا فرض پوره كوو او د ژوبل شوو د علاج ټول خرڅ به وفاقي حكومت پورته كوي۔ده ووئيل د پاكستان عزت او عظمت تحفظ او دفاع كښې چا چې په كوم محاذ چې كوم خذمات كړے د هغې اعتراف به په قامي كچه كولې شي او هغوي له به اعزازات وركولې شي۔