د پاكستان او امريكې ترمينځه د تجارتي حجم تفصيلات قامي اسمبلۍ كښې وړاندې كړے شول ٬ ټول تجارتي حجم 7.3 ارب ډالر دے

اسلام آباد 12مئي (اے پي پي)د پاكستان او امريكې ترمينځه د تجارتي حجم تفصيلات قامي اسمبلۍ كښې وړاندې كړے شوي ۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه ټول تجارتي حجم 7.3 ارب ډالر دے۔د ګل په ورځ د تجارت وزارت لخوا قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمه كښې وركړو تفصيلات له مخې د پاكستان او امريكې ترمينځه جولائي نه تر مارچ 2024 /25 تجارتي حجم 5.53 ارب ډالر دے۔د پاكستان امريكې ته برآمدات 4 ارب 34 كروړ ډالره او درآمدات 1 ارب 19 كروړ ډالره دي۔د پاكستان په برآمدات كښې 3.15 ډالر ډالر اضافه راغلې۔د تجارت وزارت ووئېل وزيراعظم د امريكې لخوا د اوسني ټيرف په معامله تكنكي پلاوي جوړ كړے او د امريكې لخوا د ټيرف كمېدو سره برآمدات كښې اضافه ممكن ده۔