قامي اسمبلۍ د پاكستان وسله والو ځواكونو د اړخه د هندي بريد په تحمل او ذمه وارۍ سره مقابله كولو او په مناسب ځواب وركولو د مباركۍ قرارداد په يوه خله منظور كړو

اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) قامی اسمبلۍ د وسله والو ځواكونو د اړخه د هندي بريد په تحمل او ذمه وزارۍ سره په مقابله كولو او په مناسب ځواب وركولو د پيرزوئنو وړاندې كولو سره د مباركۍ قرارداد په متفقع توګه منظور کړے دے دغسې په ايوان كښې موجودو د ټولو ګوندونو غړو په خپلو چوكو اودريدو سره د پاکستان زندہ باد نعرې وهلې ۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د قانون وفاقي وزير اعظم نذیر تارړ ووئيل مونږ ټول د لويې څښتن شکر ادا كوو چې مونږ له يې عزت راكړو،پوځ د پولو او اولس حفاظت کړے،مونږ په دې كښې بريالي شوي يو۔په دې موقع ټولو ګوندنو په ګډه د پاکستان زندہ باد نعره پورته كړه ۔د قاتنون وزير ايوان كښې قرارداد وړاندې كولو سره ووئيل ایوان د پاکستان د وسله والو ځواكونو ستائنه كوي او د امن او مکالمې د عهد پخلے كوي۔دا ايوان د لويې څښتن په وړاندې په عاجزۍ سره سجده كوي جې مونږ له يې د قام او د هېواد د پولو سلامتيا او حفاظت كښې عزت او وقار راكړو ۔قرارداد كښې ووئيل شول دا ایوان ټول قام له مباركي وركوي كومو چې خپل ټول اختلافات يو خوا كړي او هېواد له يو شوي ۔قرارداد كښې ووئيل شول دا ايوان د پاکستان د وسله والو ځواكونو د پیشه وره پوهې ، بیدارۍ او بهادرۍ ستائنه كوي چې هغوي د هندي جارحیت په بشپړه تحمل او ذمه وارۍ سره مقابله وكړه او مناسب ځواب يې وركړو ۔قرارداد كښې ووئيل شول دا ايوان هغه شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كوي كومو چې د هېواد حفاظت لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركې۔قرارداد كښې ووئيل شول دا ايوان په دې نازك وخت كښې د پاکستان مرسته کوونكو دوست هېوادونو مننه كوي۔سيمه ايز او نړيوال امن لپاره خپل عهد د وقار او عزت سره كوي دغسې زور راوړي چې جمهوریتونه د مکالمې عزم لپاره دي،د شخړو لپاره نه۔دې لپاره دا واضحه كيږي چې سوئيلي اسياﺀ كښې جامع ګاونډيتوب او د اوږدي مودي استحکام يواځي مخلصانه او منظم خبرو اترو سره ممکن دے۔ قرارداد كښې ووئيل شول دا ايوان غوښتنه كوي چې د کشمیریانو د خواهشاتو او د ملګرو ملتونو اړوندو قراردادونو له مخې د جموں او کشمیر شخړې حل لپاره نړيواله ورورولي په فعاله ډول شامله كړې شي ۔قرارداد كښې وئيل شول دا ایوان د سندھ طاس لوظنامې بشپړه نفاذ باوري كولو او د پاكستان د اوبو حقونو حفاظت د قامي سلامتیا مهمه برخه ګرځوي۔قرارداد كښې وئيل شول دا ايوان عهد كوي چې د قامي ګټې حفاظت او سيمه كښې امن، اتحاد او د سلامتیا ودي لپاره به خپل آئینی کردار ترسره كول جاري ساتي۔دغسې د قرارداد په متفقه منظوري وركړې شوه ۔