د صوبې په زياتره سيمو كښې موسم د زيات ګرم او خشك ماتې كېدو امكان دے

كوئټه 12مئي (اے پي پي)د بلوچستان سيمه ايز موسمياتي مركز له مخې د ګل او نهې په ورځ د صوبې په زياتره سيمو كښې موسم زيات ګرم او خشك د پاتې كېدو امكان دے۔چاغي٬واشك٬خاران٬سبي٬نصير آباد او لورالائي كښې د ورځې درجه حرارت د 3 نه تر 4 ډګري سينټي ګريډ زياتېدو او كيچ او لسبيله كښې په جزوي توګه د وريځ پاتې كېدو امكان دے۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال سبي كښې تر ټول زيات درجه حرارت 45 ډګري سينټي ګريډ رېكارډ كړے شوے