د وزيراعظم په سپارښتنه وزير مملكت بلال اظهر كياني د هندي ډرون په نتيجه كښې د شهيد شوي محبوب الهٰي كلي ته لاړو،د شهيد كورنۍ ته يې پيروزئينې وړاندې كړې

اټك 12 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په سپارښتنه د ريلوے وزير مملكت بلال اظهر كياني تحصيل فتح جنګ كښې د هندي ډرون په نتيجه كښې د شهيد شوي محبوب الهٰي كلي جبي ته لاړو۔په دې موقع سټېشن كمانډر اټك بريګيډيئر عدنان، د پنجاب وزيراعليٰ خاص مرستيال ذيشان ملك او پخواني اېم پي اے سردار افتخار ده سره وو۔ حكومتي پلاوي د شهيد كورنۍ ته پيرزوئنې وړاندې كړې،د هغه په قربر يې د ګلونو څادر وغوړولو او د شهيد لوړو درجو او كورنۍ زغم له ئې دعا اوكړه۔ د بلال اظهر كياني په مشرۍ كښې پلاوي د شهيد كورنۍ له د وزيراعظم شهباز شريف پيغام وروسولو۔ بلال اظهر كياني ووئيل قام د شهيد محبوب الهٰي او د هغه كورنۍ ته سلام كوي۔ بلال اظهر كياني د شهيد كورنۍ سره خبرو كښې ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د هند په بريدونو كښې د شهيد محبوب الهٰي پشمول ټولو شهيدانو كورنيو او بچو له د تعليم، صحت او روزګار وركولو پريكړه كړې ده