
كوئټه 12 مئي (اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي سره د ګل په ورځ د شهيد ليويز اهلكار حق نواز پلار لال محمد او د كورنۍ نورو كسانو وزيراعلٰی سېكرټرېټ كښې ملاقات كرے۔د پلوچستان وزيراعلی په دې موقع د شهيد اهلكار پلار له د معاوضې چيك او د شهيد زوي عبدالسلام له د تقررۍ احكامات وركړل۔دا خبره دې ياده وي شهيد ليويز اهلكار حق نواز په 2 مئي 2025 تحصيل منګچر كوټ لانګو سيمې سره نزدې د وسله والو په ډزو شهيد شوے ؤ ۔وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي د شهيد كورنۍ سره غمرازي كولو سره د هغه لوړو درجو او غم جنې كورنۍ زغم لپاره دعا وكړه۔ده ووئيل قام به خپل شهيدان چرته هير نه كړي او حكومت به د شهيدانو د كورنيو هر ممكن مرسته روانه ساتي