غزه كښې د اسرائيل عسكرو كارروائيو كښې د مرستياله تنظيمونو او هنګامي طبي ډلو 1400 غړي وژلي شوي۔ د فلسطين هلال احمر

قاهره 12 مئي (اے پي پي) د فلسطين هلال احمر سوسائټۍ (PRCS) وئيلي دي په غزه كښې د اسرائيلي عسكرو د كارروائيو د پېل نه تر اوسه د مرستياله تنظيمونو او هنګامي طبي ډلو 1400 غړي وژلي شوي دي۔ الجزيره د پي آر سي اېس وياند تر مخه ووئيل په غزه كښې تر اوسه د وژلے شوو د مرستياله تنظيمونو او هنګامي طبي ډلو د كارمندانو شمېره د 1400 نه زياته شوې۔ وياند ووئيل سږ كال د پېل نه تراوسه د اسرائيل د پوځي كارروائيو په سبب د نتظيم په مجموعي توګه 48 كسان وژلې شوي دي