ټول قام د اختلافات نه پرته لكه د غره پاك پوځ سره ” بنيان مرصوص” جوړ شوے۔ سيد مصطفيٰ کمال

اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي هند يو بزدل دښمن دے٬ هند دا ګمان كولو چې پاكستان كورني اړي ګړي سره مخ دے او چې مونږ بريد وكړو نو د پاكستان دننه به جګړې پېل شي٬ د پاك پروردګار شكر دے چې ټول قام د اختلافات نه پرته لكه د غره پاك پوځ سره ” بنيان مرصوص” شو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ډسټرکټ هيډ کوارټر هسپتال کوټلي نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې وكړه ۔ ده ووئيل د نن نه 20 ورځې اګاهو پاكستان د ننني پاكستان نه مختلف دے٬ ټول قام رياست او پاك پوځ سره ولاړ دے٬ پاك پروردګار مونږ بريالي كړي يو او دښمن ماتې خوړلې، ګرده نړۍ زمونږ د كاميابۍ معترف ده چې د پاكستان پوځ د هند كبر خاورې كړے دے ۔ ده ووئيل د هند پوځ او اكانومي د پاكستان ته اته چنده زياته ده٬ پاكستان د هند دا كبر خاورې كولو سره ثابت كړه چې زمونږ دفاع ناقابل تسخير ده۔ ده ووئيل د پاكستان زمكيز٬ فضائي او سمندري پوځ د قام په مرسته او دعاګانو بريالے شوي، مونږ له دا اتحاد برقرار ساتلو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل په ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال كښې د هند ډزو په سبب يوه ماشومه ژوبل ده او د ھغې يو ورور شهيد شوے ۔ ده ووئيل د هند ناوړه څېره نړۍ وليده چا چې په ماشومانو٬ مېرمنو او په سپين ګېرو بريدونه كړې دي