انډونيزيا كښې د زړو پوځي ګوله بارودو د تلف كولو په مهال چاٶدنه٬ د درې عسكرو پشمول 13 كسان مړه

جکارته 12 مئي (اے پي پي) د انډونيزيا په لويديز جاوا ولايت كښې د پوځ لخوا د زائد الميعاد ګوله بارودو د تلف كولو په مهال د چاٶدنې له امله د دريو عسكرو پشمول 13 كسان مړه شوي دي ۔ د شنهوا له مخې د انډونيزيا پوځ وياند ووئيل پېښه سهار د ګاروت ريجنسي په ساګارا كلي كښې د زايدالميعاد ګوله باردودو تلف كولو په مهال رامخې ته شوه۔ وياند ووئيل ټول مړي نزدې روغتون ته منتقل او په دې لړ كښې تحقيقات پېل كړے شوي دي۔ د يادونې وړ ده د زائد الميعاد ګوله بارود تلف كولو دغه ځاے د معمول له مخې استعمالېدلو۔۔