امريکا اسرائيل په غزه كښې د جنګ نه منع كولې شي ۔ د فلسطين نائب صدر

مقبوضه بېت المقدس 12 مئي (اے پي پي) فلسطين وائي امريکا واحد فريق دے څوك چې اسرائيل په غزه كښې د جنګ نه په منع كولو مجبورولې شي۔ د روسيه خبري اژانس تاس له مخې دا خبره د فلسطين نائب صدر حسېن الشيخ العربيه ټي وي چينل سره په خبرو كښې كړې٬ ده د فلسطيني رياست ترلاسه كولو غوره لاره وسله والې هلې ځلې نه بلكې سوله ايز مقاٶمت ګرځولے دے ٬ مونږ د خپلو حقونو ترلاسه كولو او خپل رياست جوړولو لپاره اسرائيل سره خبرې كوٶ٬ زمونږ ترجيح د ځائي اولس پخپله خونې خوندي كول دي ۔ ده ووئيل امريکا واحد فريق دے څوك چې اسرائيل په غزه كښې د جنګ په منع كولو مجبورولې شي۔ ده ووئيل مونږ به په غزه كښې د فلسطين اتھارټي د حکمرانۍ متبادل قبول نه كړو