وفاقي وزير او د مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې په پېښور كښې د تشكر ورځ په اړه مرکزي لاريون

پېښور 11 مئي (اے پي پي) د وفاقي وزير او مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې صوبائي سرښار پېښور كښې د اتوار په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په خصوصي اعلان د تشكر ورځ په اړه مرکزي لاريون وشو۔لاريون ته وينا كښې وفاقي وزير او د پاکستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام د هندي جارحيت په ضد د پاك پوځ اپه وسنې كامياب عملياتو قوم له مباركي وركولو سره هېواد كښې سياسي او عسكري قيادت ته پيرزوئنې وړندې كړي۔ده ووئيل نن ورځ د ټول قوم لپاره د تاريخي کاميابۍ جشن لمانځلو ورځ ده،د پاکستان بهادرو وسله والو او ځوانانو د هند د جارحيت بشپړه ځواب وركړې او هغوي له ئې يو داسې سبق وركړې چې ټول ژوند به ئې ياد ساتي،پاك پوځ نن د ټول قوم سر فخر سره پورته كړې ۔ ده ووئيل جنګي جنون كښې اخته د هند ټول عزائم او خوبونه ناكامه شوي،هند له په عسكري بلكه سفارتي محاذ هم ماتي وركړې شوي۔